واشینګټن په ایران کې دنویوپیښواوګډوډیود رامنځته کولوپه لټه کې دی !
ژباړونکی : عزیزاحمد(خوارمل ) ژباړونکی : عزیزاحمد(خوارمل )

       دانټرنیټ دفارسی منابعـــوڅخه

     

دامریکی هیوادقصدلری چې په راتلوونکی (۳) درو ورځوکښی  (۱۲۰۰) یوزرودوسوه  ډیر درانه هوایي یرغلونه دایران داسلامی جمهوری نظام  پرنظامی ځایونو باندی ترسره کړی ترڅوپه دی ډول وکولای شی چې دایران ددولت  دنظامی ځواکونو واک دمنځه یوسی  .

"آلکسیس دبات" دامریکی د "نیکسون" دملی امنیت دمرکز دترهګری  دمسائیلو په چارو کې وتلی کارپوه  دغه خبر یې دانګلیستان د"سندی تایمز" دمجلی په واک یې ایښی دی .

 ایټالوی "کوریر دلا سرا" ورځپاڼه ولیکل : که وپنتاګون ته "زرغون څراغ " ((قومانده )) ورکول سی  کیدی سی  هوایی یرغلونه  پیل سی اوددی جګریزیرغل دپاره (۲۰۰) دوسوه( B-52 - او- B-2 )الوتکی او( F-117A )ډول  الوتکوڅخه چې راداریې نه سی لټه ولی  کاربه ورنه واخیستل سی .ددی یرغل اصلی موخي یوازی دایران دهسټوی اوداستراتیژیکووسلواوتسلیحاتو د(راکټونو اوکیماوی ګازونو) دجوړیدواودتولیدیدو مرکزونه اوځایونه ندی بلکی همداډول ټول دسپاه پاسداران دقوماندی ورکولواودلارښودنی  ځایونه او اوداسلامی جمهوری دولت د وزارتخاني اوددی هیواد نوراقتصادی اوحیاتی مهم  مرکزونه اوځایونه ترنخښي لاندی  راوستل سوی دی  . همدارنګه دغه لیست اوټاکل شوی نخښی دکمپیوټری وسایلواودځانګروکیمیټواو د امریکی دمسلحوقواو دستردر ستیزدرئیسانو لخوا  جوړسویدی اوکابو لس (۱۰) زره  ټاکلی موخي دی چې  هرومرو ددی جوړسوی پلان دلاری به له منځه ولاړسی  . اوددی موخودترسره کولوپه خاطر ( B-2A )الوتکی  به ډول ډول الوتني  دمډرونوبمبونه  په کاراخیستنی سره ترسره کړی  چې وکولای سی    ډیرګټور وی او هغه جوړښتونه چې د(۶۰)  شپتو متروپه  ژوروالی  کې ترمخکی لاندی جوړسوی  دی هغه ټوله  دمنځه یوسی  دپنتاګون  په  جوړشوی جګریزوسناریوکښی  یویې هم د( B61 11-)تاکتیکی بمبونوڅخه دکاراخیستلوسناریوده،  اوکارپوهانوپه دی باندی ټینګار کوي چې واشینګتن دی باید داوس دپاره   ددی ډول بمبونوڅخه کار وانخلی .

 ددی ورځپاڼی دګزارش پربنسټ  دامریکی اوانګلیس نظامي کارپوهان  خپل کارونه یې دپټویرغلونو دپاره پیل کړی  دی   .

 دغه یرغلونه  به دایران دوسلوالونظامی  لږه کیو په مرسته چې دجلاغوښتوونکوکردانو ،عربانواوځایی بلوڅانوڅخه جوړ سویدی ددوي  په ملاتړ سره به  رامنځته کیږی   .

همدارنګه پنتاګون په نظرکې لري   چې دخپل یولږشمیرمځکنۍ ځواکونوڅخه چې د سیمو اودسمندرپه څنډوکې دتیلواونفتودجوړښتونواووسایلوڅخه ساتنه کوی  کار ورنه واخلی اودهغه جملی نه  دسمندری  توپک لرونکوځواکونوپه وسیله دایران دسپاه پاسداران دکیدونکویرغلونو په وړاند ی دی جګړه  ترسره کړی اودوی به "  دنیش وهلواودفرارکولو"داصطلاح څخه کار واخلي ددی تاکتیک په کاره ولوسره دکوچینی بیړیواودمینونوپه ایښیدلوسره اودچټکواوګړندیوبیړیوپه مرسته اودسمندرلاندی دمینونوڅخه کارواخیستل سی، اودسمندری قواوومخصوصوځواکونوته لارښودنه سوی دی  کله چې دایران لخوادهرمز دتنګی بندول رامنځته سی نوددوي په واړندی دی  کلکه جګړه ترسره کړی . که هغه مهال ایرانیانووکولای سوی چې دهرمز تنګه دی بند کړی ،داهسی فیصله شویدی چې دالاسکا تیل دی راوکښل سی اودایران دتیلودنه لیږدلوپه نتیجه کې چې  زغرنده اقتصادی کړکیچ به رامنځته کړی  دنورولاروچاروڅخه دی کارواخیستل سی  اوداقتصادی کړکیچ نه مخ نیوی وسی   .

همدارنګه "آلکسیس دبات" په دی باور دی اودی وایی هغه پراخه یرغل چې واشینګټن  دهغه په سوچ کې دی دعملی کیدلوبڼه یې  ټیټ دی ځکه ددی کار دترسره کولو دپاره و یوشمیر ځواکونوته اړتیا سته دی اوهمدارنګه  دامریکی وسله وال ځواکونه دعراق اودافغانستان په جګړوکښې یې  خپل واک دلاسه  ورکړی  دي  اوهم داهسی په  دی هکله  هیڅ ډول  ګرنتی  نسته  چې دامریکی امنیتی ځواکونه دی دایران دهسټوی اواټومی مرکزونواوجوړښتونواودهغه دځای پرځای کولودسیمواودفنی مشخصاتوڅخه دی مستند،رښتینی  اودقیق اطلاعات دی په لاس کې ولری  که څه هم په دی وروستیوکښی جاسوسی فعالیتونه دایران  په هیواد کې زیات سوی او پرمختګ یې کړی دی    .

دبله خواڅخه په دی وروستیوکښې دامریکی مشرانو ددښمنی څخه ډک ویناووکښې  دایران  په وړاندی کار اخلي ،څه مودی مخ کې  "جورج بوش" دامریکا جمهور رئیس په خپل ډیرکلک اوزغرنده وینا کښې  وویل اواعلان یې وکړ چې دایران هیوادنږدی ختیځ یې ترخپل " هسټوی اواټومی هولوکاست " لاندی یې راوستی دی همدارنګه بوش  په ګوت څنډنه سره وویل وامریکی اودهغه وملګری ته نه دی ناوخته سوی اودایران سره ومخامخ اومستقیمی جګړی ته تیاردي، ددی خبروڅخه   داهسی  نتیجه اخیستل  کیږی چې جورج بوش  په  پریکړنده توګه دایران سره دجګړی کولو قصداوهیله لری   .  /

ولادیمیر ژیرینوفسکی دایران ملاتړی اوپلوي دی !

دنووستی  دخپرونو پربنسټ " ژیرینوفسکی"دروسیی دپارلمان مرستیال اودروسیی دلیبرال دموکرات ګوند مشر چې تل دامریکی پرهیواد باندی په نیوکواوګوت نیونوباندی پیژندلی سوی دی پرایران باندی دامریکی دکیدونکی هوایی یرغل  دمخ نیوی په خاطر وړاندیزیې وکړ ترڅودروسیی دزینت (С-۴۰۰) دهوایی مډرنولوړوراکټونوضدکمپلکس دی دایران  په واک کې ورکول سی  .

ده دپارلمان په غونډه کښی وویل : باید هرڅه دی ژرتره دزینت(С-۴۰۰) راکټی ضد کمپلکس ایران ته دی  ولیږدل سی ترڅودوي وکولای سی چې خپل  دهوایی  فضا څخه دفاع وکړی اوهغه ترخپل پوښښ لاندی راولی .

هم هغسی چې د آلکسیس دبات" دامریکی د "نیکسون" دملی امنیت دمرکز دترهګری  دمسائیلو په چارو کې وتلی کارپوه  دخولی  دغه خبر ه دانګلیستان د"سندی تایمز" په مجلی کښې ګزارش ورکول سوی دی  پنتاګون پرایران باندی د(۱۲۰۰) یوزرودوسوه موخودله منځه وړلوپه خاطر دیوی  پراخه  اودرانده هوایی  یرغل نقشه ترلاس  لاندی لری  ددی ورځپاڼی دګزارش په حواله اوددی نقشی  دموخو پربنسټ په درو ورځوکښې وي   به دایران دټولو نظامی قواوويجاړه ول اودمنځه وړل ټاکل سویدی .

ژیرینوفسکی په دی باور دی که داهسی یو وضعیت رامنځته سی نو په ټول لویدیز قفقازکه به دناآرامی اودبی ثباتی حالت رامنځته سی چې دروسیی دګټوخلاف دی .

دزینت (С-۴۰۰)دراکټوضدکمپلکس  دالوتکوداوتوماتوالوتکو اودبی پیلوټه الوتکواود ډول،ډول وزرلرونکواوبی وزرولرونکوراکټونودپاره جوړسویدی .اودغه راکټونه د(۴۰۰)څلورسوه کیلومتره لیری په اوږد واټن سره اود(۳۰)  ددیرش کیلومتر په جګ واټن سره دنوروراکټونواوالوتکو،انرودینامیکی موخی اواهداف له منځه یوړی سی . /

 

 

 

 


September 9th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی